د بنګله‌دېش د پوځ لوی درستیز د لاریون کوونکو له مشرانو سره ګوري

په بنګله‌دېش کې لاریون کوونکو تېره ورځ دولتي ودانۍ ته په ننوتو ډېری دولتي توکي چور کړي او له ځان سره یې وړي دي.

ټاکل شوې چې د بنګله‌دېش د پوځ لوی درستیز به چې د صدراعظمې شیخ حسینې د استعفا په پایله کې یې د هېواد چارې په لاس کې اخیستي، نن د محصلانو له مشرانو سره خبرې وکړي.

د محصلانو له‌خوا د پیل شویو مظاهرو په نتیجه کې شیخ حسینه دې ته اړ شوه چې استعفا وکړي او له هېواده وتښتي.

۷۶ کلنه حسینه چې له ۲۰۰۹م کال راهیسې په قدرت کې وه، په وروستیو ترسره شویو انتخاباتو کې په درغلیو تورنه شوې وه چې له واک څخه د لیرې کېدو لپاره یې په میلیونونه کسان واټونو ته راوتلي وو.

د بنګله‌دېش لوی درستیز جنرال واکر الزمان د دوشنبې د ورځې ناوخته د تلوېزیون له لارې اعلان وکړ چې شیخ حسینې استعفا کړې او پوځ به موقت حکومت جوړوي.

د محصلانو مشرانو د بنګله‌دېش د پوځ له لوی درستیز سره د کتنې په درشل کې ویلي چې دوی غواړي، ۸۴ کلن اقتصاد پوه او د نوبل د جایزې ګټونکی محمد یونس د نوي موقت حکومت د مشر په توګه وټاکل شي.