د روسیې د وسلو د تولید په یوه فابریکه کې چاودنې درې کسان وژلي

ارشیف

د روسیې د باشقرتستان په ستیرلیتماک سیمه کې د وسلو د تولید په یوه فابریکه کې د چاودنې په نتیجه کې درې کسان وژل شوي دي.

د سیمه ییزو چارواکو په وینا، دغه چاودنه پرون په اوانګارډ فابریکه کې هغه مهال وشوه چې د دې فابریکې درې کارکوونکو غوښتل یوه نللیکه خلاصه کړي.

د روسیې تحقیقاتي کمېټې په یوه بیان کې ویلي چې د هوا او ګازو مخلوط د دغې چاودنې لامل شوی، خو په دې اړه یې نور جزیات نه‌دي ورکړي.

اوانګارډ فابریکه د روسیې د دفاعي تاسیساتو له ډلې څخه ده چې د مختلفو راکټ لاونچرونو د سیستمونو لپاره پرزې تولیدوي.