عراق پر عین‌الاسد اډې راکټي برید؛ پنځه امریکايي پوځیان ټپیان شوي

په عراق کې د عین‌الاسد اډې یوه څنډه

د عراق پر عین‌الاسد اډې په راکټي برید سره پنځه امریکايي پوځیان ټپیان شوي دي.

د یوه ټپي وضعیت نازک بلل شوی دی.

لا هېڅ کومې ډلې د عراق په انبار کې د امریکايي ځواکونو په دې اډې د برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

امریکايي چارواکي بیا د ایران ملاتړې نیابتي ملېشې ډلې د دې ډول بریدونو مسوولې بولي.

د امریکا دفاع وزیر لوېډ اسټن له خپل اسراییلي سیال سره په لیدنه کې دا برید د ایران او د دغه هېواد د نیابتي ډلو له‌خوا د کړکېچ خطرناکه زیاتول یاد کړي.

د دوشنبې په شپه ناوخته دوه راکټه پر عین‌الاسد اډې لګېدلي او یو بل دې اډې ته نږدې په یوه کلي لوېدلی.

دا وروسته تر هغه چې د ایران ملاتړې یوې ملېشه ډلې څلور قومندانان د امریکا په برید کې ووژل شول او په تهران کې د حماس سیاسي مشر اسماعیل هنیه هم په یوه برید کې ووژل شو.

ایران او حزب‌الله تر دغو بریدونو وروسته له اسراییلو د غچ اخیستو ګواښ کړی و.