مالي له اوکراین سره اړیکې پرې کړې

د مالي بیرغ

د مالي پوځي چارواکو په دغه هیواد کې د یاغیانو په وروستیو حملو کې د کییف د احتمالي رول په اړه له اوکراین سره اړیکې پرې کړې دي.

اوکراین په هغه برید کې چې په لسګونو روسي عسکر په کې ووژل شول، لاس لرل رد کړي دي.

د مالي په شمال کې چې زیاتره اوسېدونکي یې طوارق قبایل دي، وسله والو ډلو ویلي چې دوی تېره میاشت د الجزایر پولې ته نژدې لږ تر لږه ۴۷ حکومتي سرتېري او د واګنر شرکت ۸۴ کرايي وسله وال وژلي دي.

د یاغیانو له اعلان څخه وروسته، د اوکراین د دفاع وزارت د استخباراتي ادارې ویاند اندرې یوسف، بې له دې چې په برید کې د کییف ښکېلتیا تایید کړي، وویل چې د مالي یاغیانو د روسي اجیرانو په اړه ټول اړین معلومات چې دوی ورته اړتیا لرله، ترلاسه کړي وو.

د مالي حکومت په یوه اعلامیه کې اوکراین د ترهګرۍ په ملاتړ او د مالي د حاکمیت په سرغړونه تورن کړ.