په کندهار کې دوه نیول شوي خبریالان، محمد ابراهیم محتاج او محمدیار مجروح خوشې شوي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د کندهار ولایت موقعیت

په کندهار کې دوه نیول شوي خبریالان، محمدابراهیم محتاج او محمدیار مجروح خوشې شوي دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د دغو دوو خبریالانو د خوشي کېدو د اقدام هرکلی وکړ، خو ویې ویل چې پر هغوی لګول شوي تورونه شفاف نه دي.

دغه مرکز د طالبانو له ځايي ادارې غوښتي چې د خبریالانو حقونه رعایت کړي او پر هغوی له فشار راوړلو ډډه وکړي.

د طالبانو د حکومت ویندوی ذبیح الله مجاهد پرون دوشنبې تایید کړه چې محمدابراهیم محتاج او محمدیار مجروح خوشې شوي دي.

مجاهد په عین حال کې ویلي چې دا دوه خبریالان د خپلو رسنیزو فعالیتونو په ارتباط نه وو نیول شوي.

محمدیار مجروح د سرطان په ۲۲ مه او محمدیار مجروح د اسد په ۶مه د طالبانو د کندهار د استخباراتو له لوري نیول شوي وو.