په ۱۱ ولایتونو او سالنګونو کې د ورښت وړاندوینه شوې

ارشیف: په لغمان کې سېلابونو زیانونه اړولي دي.

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې په سالنګونو او همداراز ۱۱ ولایتونو کې د ورښت وړاندوینه کړې ده.

د دې ادارې له خبرپاڼې سره سم، په نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، لوګر، میدان وردګ، پکتیا، خوست، پکتیکا، زابل او غزني ولایتونو کې د باران، باد او سېلابونو اټکل کېږي.

وړمه شپه په زابل کې د سېلابونو له کبله لږترلږه ۱۰ تنه مړه شوي دي.