وسله‌والو په جنوبي وزیرستان کې د یوه ښوونځي دوه ښوونکي وژلي

د شمالي وزیرستان نقشه

نامعلومو وسله‌والو په جنوبي وزیرستان کې د یوه ښوونځي دوه ښوونکي وژلي دي.

پرون ځايي پولیسو وویل چې حمله کوونکي د پېښې له ځایه تښتېدلي، خو دوی یې د موندلو لپاره پلټنې پیل کړي دي.

سږ کال په وزیرستانونو کې، چې اوس په خیبرپښتونخوا ایالت پورې اړوندې سیمې دي، څو ځلې پر ښوونځیو بریدونه شوي، خو تراوسه د هیڅ حملې مسوولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی او نه هم په دې تړاو څوک نیول شوي دي.

له دې جلا د کرک د پولیسو مشر خان خېل رسنیو ته په یوه استولې خبرپاڼه کې وویل چې پرون دوشنبې د خیبرپښتونخوا په کرک او اورکزیو کې د یوه پولیس افسر په ګډون درې کسان وژل شوي دي.

په پاکستان کې د امنیبت او څېړنې مرکز غېر دولتي ادارې (پيکس) په خپل وروستي راپور کې ویلي چې په پاکستان کې د جولای په میاشت کې د ترهګرۍ ۷۹ پېښې شوي چې په نتیجه کې یې ۸۱ کسان وژل شوي او ۷۱ نور ژوبل شوي دي.

د راپور پر اساس، تېره میاشت په پاکستان کې تروریستي بریدونه ۱۴ سلنه او مرګ‌ژوبلې ۸۰ سلنه ډېرې شوي دي.
تر ټولو ډېر بریدونه په خیبرپښتونخوا ایالت کې شوي دي.