پاکستان کې د ترهګرو پر ضد ۲۳۶۲۲ عملیات؛ چوهدري: په دې عملیاتو ۱۳۹ پوځیان وژل شوي

په شمالي وزیرستان کې د عملیاتو یو انځور

د پاکستان پوځ اعلان وکړ چې امنیتی ځواکونو یې د روان کال له پیل راهیسې په هېواد کې د ترهګرو ډلو پر ضد ۲۳زره ۶۲۲ عملیات کړي دي.

د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چوهدری پرون دوشنبې په یوه خبری غونډه کې وویل چې په یاده موده کې د پاکستان ۱۳۹ پوځیان وژل شوي دي.

د ده په وینا، پوځ یوازې په تېرو ۱۵ ورځو کې ۲۰۴۵ عملیات کړي دي.

ده دا هم وویل چې په تېرو ۱۵ ورځو کې ۲۴ "ترهګر" وژل شوي دي.

چودري همداراز وویل، د ترهګرۍ د پای ته رسولو لپاره پوځ، پوليس او نورې ادارې هره ورځ تر سلو زيات عملیات کوي.

د پاکستان د پوځ خلاف په خیبرپښتونخوا کې اکثره بریدونه د ټي‌ټي‌پي یا تحریک طالبان پاکستان ډله کوي.