ایراني چارواکي وايي چې د افغانستان پولې ته نژدې یې په دوغارون کې لګېدلی اور له څو ساعتونو وروسته وژلی دی.
پرون دوشنبې په دوغارون کې د افغانستان او ایران د ځانګړي اقتصادي زون د تېلو په ټانکونو کې پراخ اور ولګېد.
د ایران دولتی رسنیو راپور ورکړی چې په اور کې څلور کسان ټپیان شوي دي.
د ایران تسنیم خبري اژانس د تایباد د چارواکو په قول ویلي چې د اور وژلو په عملیاتو کې د افغانستان د اسلام کلا بندر اطفائیې هم برخه واخیسته.
د تسنیم پر اساس، په دې پېښه کې څلور ټانکرونه سوځېدلي چې درې د ایرانیانو او یو د افغانانو و.