طالبانو په ځینو هېوادونو کې د افغانستان د سفارتونو صادرېدونکي اسناد بې اعتباره اعلان کړل

د طالبانو په کنټرول کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت

د طالبانود بهرنیو چارو وزارت وايي چې تر لسو په ډېرو هېوادونو کې د افغانستان د سفارتونو او قونسلګریو له لوري صادرېدونکي ویزې او نور اسناد نور نه مني.

دغه وزارت پرون دوشنبې پر خپله ایکسپاڼه ولیکل چې د جولای له دېرشمې نېټې وروسته هغه اسناد ورته د اعتبار وړ نه دي چې په بریتانیا، بلجیم، سویس، فرانسې، یونان، ایټالیا، پولنډ، ناروې، کاناډا او اسټرالیا کې یې د افغانستان سفارتونه ورکوي.

طالبانو ویلي چې دا سفارتونه له بهرنیو چارو وزارت سره همکاري نه کوي.

د طالبانو د باندنیو چارو وزارت د اروپايي هېوادونو په منځ کې په هالنډ، هسپانیا، بلغاریا او چک جمهوریت کې د افغانستان له سفارتونو او د جرمني د مونشن له قونسلګرۍ څخه صادرېدونکي اسناد د منلو وړ بللي دي.

یو شمېر سفیرانو او دیپلوماتانو، چې د طالبانو له حکومت سره له همکارۍ او تعامله ډډه کوي، ویلي چې د طالبانو له اعلان سره سره به قونسلي خدماتو ته دوام ورکړي.