زابل کې د سېلابونو له امله لس کسان مړه شوي

د سېلابونو يو انځور، له ارشيفه

دا خبره په زابل کې د طالبانو امنیه قومندانۍ ویاند ذبیح‌الله جوهر په یوه پيغام کې کړې ده.

نوموړي ويلي: "تېره شپه د ورښتونو له امله د زابل د مرکز کلات په شمول په ځینو ولسوالیو کې سېلابونه راغلي وو، چې په نتیجه کې یې په سېلابونو کې په شینکۍ ولسوالۍ کې اته کوره ویجاړ کړي. لس تنه په سېلابونو کې شهیدان شوي وو او یو تن ټپي دی."

جوهر وايي، چې امنیتي ځواکونو لسګونه کسان ژغورلي هم دي.

په وروستیو دوو میاشتو کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې سېلونو سلګونو کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده.