د طالبانو حکومت خبر ورکړی چې، د دوی د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په دوحه کې د یو شمېر لوېدیځو هېوادونو له سفیرانو او استازیو سره پر دوه اړخیزو اړیکو او بشري همکاریو خبرې کړي دي.
د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت په خپله ایکسپاڼه پهدې اړه یو بیان او د دې ناستې څو عکسونه خپاره کړي.
فطرت لیکلي چې، په ناسته کې د بریتانیا، کاناډا، ایټالیا، فرانسې، جنوبي کوریا، استرالیا، جرمني او امریکا د سفارتونو سرپرستانو او ډیپلوماټانو حضور درلود.
فطرت زیاتوي، مولوي کبیر له یادو ډيپلوماټانو ته د افغانستان د پرمختګونو، امنیت او ثبات په اړه معلومات ورکړي او ټولو ته یې بلنه ورکړې چې افغانستان ته سفر وکړي.
کبیر له دغو ډيپلوماټانو غوښتي چې خپلې سیاسي استازولۍ په کابل کې فعالې کړي.
تر اوسه یادو ډيپلوماټانو او یا سفارتونو د دې لیدنې په تړاو څه نهدي، ویلي خو اکثر لوېدیځ هېوادونه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان اړوند چارې مخته وړي او له طالب چارواکو سره هم لیدنې دایروي.