يو‌ان‌ايچ‌سي‌ار: تېره اوونۍ ۹۵۰ افغان کډوال له پاکستان ايستل شوي

له پاکستان ستانه شوي يو شمېر افغان کډوال، ارشيف

د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویلي، تېره اوونۍ له پاکستانه د راستنو شویو افغان کډوالو څه باندې نیمايي يې ښځې وې.

دې ادارې په یوه راپور کې ویلي چې، د جولای له ۲۸مې د اګست تر دریمې لږ تر لږه ۹۵۰ افغانان له پاکستانه ایستل شوي.

په‌دې ډله کې نږدې دېرش سلنه ښځې چې د کورنۍ سرپرستي ورپه غاړه ده هم شاملې دي.

د ملګروملتونو د شمېرو پر اساس پاکستان له تېر نومبر راهیسې شاوخوا شپږ لکه افغانان له خپلې خاورې ایستلي او لا هم د کډوالو د ایستلو پروسه روانه ده.

اندېښنې دي چې له خطر سره مخ ګڼ افغانان او ښځې هم د راستنو شویو په ډله کې دي.