د اردن د بهرنيو چارو وزير په يو ناڅاپي سفر ايران ته تللی

د اردن د بهرنيو چارو وزير د ايران له ولسمشر سره

د اردن د بهرنیو چارو وزیر ایمن صفدي په یوه ناڅاپي سفر پرون یک‌شنبې په منځني ختيځ کې د مخ پر زیاتېدونکي کړکېچ په اړه د خبرو لپاره تهران ته تللی دی.

د فلسطین "سما او الجزیره" خبري اژانسونو د صفدي په حواله ويلي: "د اسراییلو له‌خوا يې ایران ته کوم پیغام نه‌دی راوړی، خو په سیمه کې د سولې، ثبات او امنیت غوښونکی دی."

اردن له اسراییلو سره ښې اړیکې لري.

صفدي په تهران کې په هغه خبرې کنفراس کې چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر علي باقري کني ترڅنګ ناست و وویل، د سفر موخه يې په سیمه کې د کړکېچ د زیاتېدو د مخنيوي په اړه په هغو روښانو خبرو اترو کې ګډون دی، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په صداقت او شفاف ډول ترسره او اختلافونه راکم کړي.

خو صفدي او کني، په تېرو دوو ورځو کې دوه ځلې په ټليفوني خبرو کې په تهران کې د حماس ډلې د مشر اسماعیل هینه د وژنې او په سیمه کې د بدلونو په اړه خبرې کړي دي.

امریکا او اروپايي ټولنه حماس وسله‌واله ډله د ترهګریز سازمان په توګه پېژني.

ایران ته له ۲۰۱۵ کال راهیسې دا لومړی ځل دی، چې د اردن د بهرنیو چارو یو وزیر سفر کوي.

د راپورونو پر بنسټ، د دې ویره شته چې د غزې جګړه په سیمه کې پراخه شي.

ایران او ملاتړ ډلې يې د لبنان حزب‌الله ویلي، پر تهران او بیروت د مرګونو بریدونو غچ اخلو.

ایران وايي، دا بریدونه اسراییلو کړي دي.