سوک وهونکې سنډي نګامبا د المپيک سياليو کې تر مډال ورسېده

پاريس کې د المپيک سيالۍ

سوک وهونکې سنډي نګامبا د مهاجرو له ډلې څخه لومړۍ ورزشکاره ده چې د پاریس په المپیک کې یې مډال ته ځان ورسوو.

دې په خټه کامرونۍ بوکسره د یک‌شنبې په ورځ د ۷۵ کیلوګرام وزن په کوارټر فاینل کې فرانسوي سوک وهونکې ډیوینا میشل ته ماتې ورکړه.

نګامبا نورو کډوالو ته وویل چې، سخت کار وکړي او په ځان باور ولري او دا چې دوی هرڅه ترلاسه کولی شي.

د المپیک د کډوالو ټیم د برازیل په کوربه‌توب د ۲۰۱۶ کال المپيک په لوبو کې معرفي شو، چې په ترڅ کې یې د افغانستان، ایران، سوریې او ګڼو نورو هغو هېوادونو کډوال لوبغاړي په‌کې د لوبېدو چانس پیدا کړ چې له خپلو هېوادونو اکثراً اروپايي هېوادونو ته کډوال شوي.

دا وار هم د پاریس په المپیکي لوبو کې د کډوالو د ۳۷ کسیز ټیم په چوکاټ کې لږ تر لږه پنځه افغان لوبغاړي هم شامل دي.