د ازادي راډیو د خبریال د راپور پر اساس پېښه یکشنبه سهار په دواب کې هغه وخت شوې چې، دغو درېیو کسانو غوښتل له سینده تېر شي، خو د پله د ماتېدو له امله اوبو ته لوېدلي.
لهدې ډلې یو کس ژغورل شوی خو د دوو نورو جسدونه لا هم ورک دي.
اخوا د مرکزي نورستان د وانت وایګل ولسوالۍ یوه ۱۴ کلنه نجلۍ هم اوبو وړې او جسد یې په کونړ کې موندل شوی.
د نورستان اکثر کلي او درې پاخه پلونه نهلري او خلک له سیندونو د تېرېدو لپاره لرګین پلونه یا کیبلي زانګو کاروي چې اکثر د مرګونو پېښو لامل کېږي.