کابل کې د اسماعيل هنيه لپاره د دعا مراسم جوړ شوي وو

د حماس ډلې وژل شوی مشر اسماعيل هنيه

په کابل کې د یک‌شنبې په ورځ د حماس ډلې د سیاسي څانګې د وژل شوي رهبر اسماعیل هنیه لپاره د دعا مراسم او غونډه نیول شوې وه.

اسماعیل هنیه چې د امریکا او اروپايي ټولنې له‌خوا د ترهګرې ګڼل شوې ډلې حماس سیاسي مشر و، له کلونو راهیسې په قطر کې اوسېده او د سیمې ځېنو هېوادونو له هغې ډلې ایران او ترکیې ته يې هم سفرونه کول.

د طالبانو اړوندې رسنۍ وايي، سلګونو کسانو په‌دې غونډه کې چې د کابل په عیدګاه جومات کې جوړه شوې وه، ګډون کړی وو.

د غونډې ګډونوالو د ایران په پلازمېنه تهران کې د اسماعیل هنیه وژنه غندلې ده.

د طالبانو حکومت لوړپوړو چارواکو له هغې ډلې د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر او د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په تهران کې پر اسماعیل هنیه برید او د هغه وژنه د ټولو نړیوالو نورمونو کلکه سرغړونه بللې ده.

د ایران سپاه پاسداران ویلي چې، اسماعیل هنیه تېره چهارشنبه په پلازمېنه تهران کې د اسراییلو له‌خوا په یوه هوايي برید کې ووژل شو.