اوکراین یو روسي اوبتل ډوب کړی او د تېلو ټانکونه یې هم ور په نښه کړي

ارشیف

اوکراین وايي، په سیواستوپول کې یې یو روسي اوبتل ډوب کړی او د روسیې د تېلو ټانکونه یې هم په نښه کړي دي.

د اوکراین دفاع وزارت پرون شنبې پر خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې اعلان وکړ چې د روسیې یو اوبتل د تور سمندرګي په اوبو کې یو مخ ډوب شوی دی.

د اوکراین پوځ هم وویل چې د سیواستوپول په بندر کې یې د روسیې ایس ۴۰۰ هوايي دفاعي سیستم ته سخت زیان اړولی دی.
همداراز د دواړو هېوادونو په رسنیو کې د خپرو شویو راپورونو له مخې، په تېرو دوو ورځو کې لسګونه اوکراینی بې پیلوټه الوتکو د روسیې پر درېیو سیمو بریدونه کړي چې له امله یې د تېلو په دوو زېرمو کې اور لګېدلی دی.

پرون شنبې د روستوف سیمې والي، واسیلي ګلوبوف وویل چې تېره شپه ۵۵ اوکرایني بې پیلوټه الوتکو په سیمه برید وکړ او په کامنسکي او موروزوفسکي کې یې د تیلو د زېرمه کولو تاسیسات په نښه کړل.

ده وويل چې په دغو بريدونو کې چاته زيان نه دى اوښتى.