اسټین د ۲۰۰۱م کال د سپټمبر د ۱۱مې له اصلي طراح او دوو نورو کسانو سره شوې موافقه فسخه کړه

د امریکا د متحدو ایالتونو دفاع وزیر لویډ اسټین

د امریکا د متحدو ایالتونو دفاع وزیر لویډ اسټین هغه موافقه فسخه کړه د تېرې اوونۍ په پیل کې د ۲۰۰۱م کال د سپټمبر د یوولسمې له اصلي طراح او دوو نورو کسانو سره شوې وه.

د یوې موافقې له مخې د دغو حملو اصلي طراح خالد شیخ محمد او دوو نورو تورنو کسانو موافقه کړې وه چې پر خپل جرم اعتراف وکړي او په بدل کې د دوی د اعدام سزا په عمري بند سزا واړول شي.

خو دغه موافقه داسې وخت فسخه کېږي چې څو ورځې مخکې د ګوانتنامو پوځي کمېسیون وویل، هغه چارواکی چې پر جنګي محکمې د څار لپاره ګمارل شوی و، له خالد شیخ محمد او دوو همکارانو سره یې د دې موافقې خبر تایید کړی دی.

د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټین د جمعې په ورځ په یوه دستور کې ویلي چې د دې موافقې په اړه وروستۍ پرېکړه د ده صلاحیت دی.