په سومالیا کې د الشباب ډلې د حملې له کبله د وژل شویو کسانو شمېر ۳۷ ته رسېدلی

د الشباب ډلې غړي

د سومالیا په پلازمېنه موګدیشو کې د الشباب ډلې په حمله کې چې له ګڼه ګوڼې ډک ساحل یې په نښه کړی، د وژل شویو شمېر ۳۷ ته ورسېد.

د رویټرز اژانس د راپور له مخې په پېښه کې ۲۱۲ نور کسان ټپیان شوي دي.

دا د ختیځې افریقا په دغه هېواد کې د وروستیو وختونو تر ټولو خونړیو حملو ګڼل کېږي.

الشباب په لیدو ساحل کې د جمعې د ناوخته حملې مسوولیت منلی دی.

لومړی یوه ځانمرګي بریدګر چاودنه وکړه، وروسته وسلوالو پر دغې ساحلي سیمې یرغل وروړ.

څه باندې ۱۷ کاله کېږي چې په القاعده پورې تړلو افراطي وسله‌والو د سومالیا د هغه مرکزي حکومت پر خلاف چې نړیوال ملاتړ ورسره دی، خپلې حملې زیاتې کړې دي.