د پاکستان په لاهور ښار کې پولیسو د هغو دوو کسانو د موندلو هڅې پیل کړي چې د یوه جرمن ګرځندوی په لوټلو تورن دي.
دغه ګرځندوی پر بایسکل سفر کاوه.
د لاهور د پولیسو ویاند اغا احتشام پرون د جرمني خبري اژانس ته ویلي، د دوو لوټمارو د موندلو عملیات پیل شوي دي.
د هغه په وینا، جرمن ګرځندوی روغ دی.
دا لا معلومه نه ده چې پر بایسکل روان دغه ګرځندوی غوښتل له لاهور څخه هند ته واوړي که یې نور پلانونه درلودل.
دا پېښه وړمه شپه هغه وخت وشوه چې دغه ۲۷ کلن ګرځندوی په یوه پارک کې په خپله خېمه کې بیده و.
پولیسو ویلي، دوو لوټمارو له دغه ګرځندوی څخه یو موبایل ټیلیفون، غوږۍ، کامره او ۵۰۰۰ پاکستانۍ روپۍ وړې دي.
په لاهور کې چې د پاکستان دویم لوی ښار دی د ډان خبري ویبسایټ د معلوماتو له مخې د ورځې ۲۰۰ کسان لوټل کېږي.