علي وزیر په پلازمېنه اسلام‌اباد کې د ترهګرۍ ضد محکمې پولیسو ته سپارل شوی

ارشیف: علي وزیر تر دې وړاندې هم څو ځله نیول شوی او خوشی شوی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ یا "پي‌ټي‌ایم" مخکښ او د پاکستان د پارلمان پخوانی غړی علي وزیر په اسلام‌اباد کې د ترهګرۍ ضد محکمې پولیسو ته سپارل شوی دی.

د اګست پر درېیمه د ترهګرۍ ضد محکمې قاضي طاهر عباس سپرا د وزیر پر ضد د مقدمې اورېدنه وکړه.

حکومتي وکیل محکمې ته وویل چې د علي وزیر خلاف په اسلام‌اباد کې په درې تاڼو(پولیسو مرکزونو) کې مقدمې ثبت دي.

پر علي وزیر تازه تور دی چې له یوه پولیس یې په زور ټوپک اخیستی او د یوه بل پولیس کمیس یې شکولی هغه تورونه چې علي وزیر رد کړي.

علي وزیر تر دې وړاندې هم څو ځله نیول شوی او خوشی شوی دی.