د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د جمهوري غوښتونکي ګوند کاندید ډونالډ ټرمپ د شنبې په ورځ وړاندیز وکړ چې د سپټمبر په څلورمه د ډیموکراټ ګوند له احتمالي کاندیدې کاملا هاریس سره په فاکس نیوز تلوېزیون کې مناظره وکړي.
ټرمپ د تروث په نوم په خپله ټولنیزه شبکه کې ویلي چې د سپټمبر څلورمې لپاره د مناظرې اصول به د متحده ایالاتو له ولسمشر جو بایډن سره د لومړۍ مناظرې په څېر وي.
د هغه په خبره دا ځل به حضار هم وي او مناظره به په پنسلوانیا کې ترسره شي.
خو د هاریس کمپاین په ځواب کې ویلي، ټرمپ هڅه کوي له هغې مناظرې څخه ځان تېر راولي چې شرایط یې لا دمخه ټاکل شوي دي.
مخکې لهدې چې بایډن د متحده ایالاتو د ولسمشرۍ له سیالۍ څخه ووځي، هغه او ټرمپ د سپتمبر په لسمه په اېبيسي کې په دوهمه مناظره موافقه کړې وه.