کابل کې د اوبو کمښت ستونزه؛ د حل لپاره یې هڅې پیل شوي

د پنجشېر سیند یوه څنډه

د طالبانو د حکومت د اوبو او برښنا وزارت وايي، په پلازمېنه کابل کې د اوبو د کمښت د بحران د حل لپاره درې سترې زیربنایي پروژې؛ د شاتوت، شاه او عروس بندونه او د کابل-پنجشېر پروژه په پام کې ده.

د دغه وزارت د اوبو د پروګرامونو رییس انجنیر رفیع الله ستانکزي د شنبې په ورځ په کابل کې یوه کنفرانس کې وویل چې د کابل-پنجشېر د پروژې په بشپړېدو سره به له ۶۰ تر ۶۵ میلیونه متر مکعبه اوبه کابل ته انتقال شي.

د شاتوت، شاه او عروس د بندونو د جوړولو کار د افغانستان د مخلوع جمهوریت پر مهال پیل شو، خو په تېرو درېیو لسیزو کې د کابل-پنجشېر پروژې په اړه ډېرې خبرې شوي.

د طالبانو د حکومت د اوبو او برښنا وزارت لا هم د د دې پروژې لپاره هېڅ کوم پلان نه دی وړاندې کړی.