د شبرغان-اندخوی پر لویه لار ترافیکي پېښه؛ نهه کسان وژل شوي

ارشیف: عکس تزئیني بڼه لري

د افغانستان په شمال کې یوې ترافیکي پېښه کې لږ تر لږه نهه کسان وژل شوي دي.

دا پېښه پرون د شبرغان-اندخوی په لویه لار د خان چهارباغ په سیمه کې شوې ده.

د اندخوی ولسوالۍ د روغتون مشر ډاکتر سنجر عمر ازادی راډیو ته وویل چې په وژل شويو کې شپږ نارينه او درې ښځې شاملې دي.

د هغه په خبره درې نور کسان ټپیان شوي هم دي.

د طالبانو د ترافيکو مسوولان وايي، مسافر وړونکی موټر د چلوونکي د بې احتیاطۍ له امله چپه شوی او په نتیجه کې دا مرګ‌ژوبله اوښتې ده.