د افغانستان په ۱۸ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو د راوتلو اټکل شوی

په غور کې د وروستیو سېلابونو له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور

د هواپېژندنې ریاست نن یک‌شنبه د افغانستان په ۱۸ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو اټکل کړی دی.

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هواپېژندنې ریاست په یوه اطلاعیه کې لیکلي، په بدخشان، نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، پنجشېر، کاپیسا، پروان، کابل، میدان وردګ، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني، زابل، کندهار او ارزګان ولایتونو کې به د بارانونو اندازه له ۱۵ تر ۴۰ ملي مترو پورې وي.

دغه راز ویل شوي چې د سالنګونو په ګډون به په شمالي، لوېدیځو، جنوبي، ختیځو او مرکزي ولایتونو کې تېز بادونه، خاورې او دوړې وي چې د بادونو سرعت په بېلابېلو سیمو کې له ۵۰ تر ۸۰ کیلومترو پورې وي.

د غويي یا ثور له نیمايي د افغانستان په زیاتو برخو کې د ورښتونو، سېلابونو او نورو طبیعي افتونو له کبله سلګونو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.