د امریکا د متحدهایالتونو د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د جمهوریپال ګوند کاندید ډونالډ ټرمپ ومنله چې د فاکس نیوز ټلوېزیوني شبکې په وړاندیز د امریکا له مرستیال ولسمشرې کامالا هریس سره به مناظره وکړي.
د رویټرز اژانس د خبر لهمخې، ټرمپ پرون ناوخته په تروت شبکه کې دغه موضوع اعلان کړې او ویلي یې دي، چې د دې مناظرې اصول به د امریکا له اوسني ولسمشر جو بایډن سره شوې مناظرې ته ورته والی ولري.
بایډن د جون د ۲۷مې له مناظرې وروسته له زیاتو انتقادونو سره مخامخ شو او د جولای میاشتې پر ۲۱مه یې له انتخاباتي مبارزو د تېرېدو او د مېرمن هریس د ملاتړ اعلان وکړ.
تر هغه وروسته تېره میاشت فاکس نیوز د ټرمپ او هریس ترمنځ د سپټمبر پر اوولسمه د مناظرې وړاندیز وکړ، چې مېرمن هریس هم ومنله، خو ټرمپ ویلي وو له مېرمن هریس سره مناظره نهکوي، ځکه هغه رسمي کاندیده نهده.
د ډیموکرات ګوند ملي کمېټې مشر جیمي هریسن پرمن وویل چې، کامالا هریس توانېدلې د ډیموکرات ګوند په استازیتوب د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د کاندیداتورۍ لپاره پهدې ګوند کې کافي رایې وګټي.
په امریکا کې د ولسمشرۍ ټاکنې د نومبر میاشتې پر پنځمه کېږي.