د سوماليا مرکز کې تېر ماښام د يو بريد پر مهال ۳۲ کسان وژل شوي

سوماليا کې د بريد د سيمې يو انځور

په سومالیا کې پولیسو نن ویلي چې، په پلازمېنه موګدیشو کې تېر ماښام پر یوه ساحلي هوټل په حمله کې ۳۲ کسان وژل شوي او ۶۳ نور ژوبل شوي دي.

د پولیسو ویاند عبدالفتاح عدن حسن خبریالانو ته ویلي، په حمله کې یو سرتېری هم وژل شوی او پاتې وژل شوي کسان ملکیان دي.

د حسن په وینا په ټپیانو کې هم یو سرتېری شامل دی.

عیني شاهدانو ویلي چې، تر ډزو وروسته د چاودنې غږ هم اورېدل شوی دی.

الشباب ډلې چې په ختیځه افریقا کې له القاعده سره اړیکې لري ویلي، چې دا حمله د دوی وسله‌والو کړې ده.

په موګدیشو کې د لیدو په نوم ساحل یوه مشهوره سیمه ده، چې هره جمعه په‌کې ګڼه ګوڼه زیاته وي.