سويډن د لبنان پلازمېنه بيروت کې د خپل سفارت د تړلو خبر ورکړ

د سويډن بيرغ

سویډن نن شنبه ویلي چې، د لبنان په پلازمېنه بیروت کې یې خپل سفارت تړلی دی.

دا اقدام داسې وخت کېږي چې اندېښنې ولاړې شوي چې د غزې جګړه ښايي په یوه پراخه سیمه‌ییزه شخړه بدله شي.

سویډن تر دې مخکې له خپلو وګړو غوښتي وو چې له لبنان څخه ووځي.

په‌داسې حال کې چې په غزه کې جګړه روانه ده، تېره اوونۍ د حماس او حزب‌الله ډلو د مشرانو وژل کېدو چې د اسرايیل کار بلل شوی، په سیمه کې د کړکېچ د زیاتېدو خطر زیات کړی دی.

د سویډن د بهرنیو چارو وزیر توبیاس بیلسټروم "Tobias Billström" د سویډن راډیو ته ویلي، د بهرنیو چارو وزارت خپلو کارکوونکو ته سپارښتنه کړې چې له بیروت ووځي او قبرس ته لاړ شي.

د هغه په وینا د بهرنیو چارو وزارت د خپل سفارت د ځای لېږدول په موقت ډول پلان کړي دي.

که څه هم دغه پرېکړه یوازې د اګست میاشتې لپاره شوې، خو ښايي امنیتي وضعیت ته په پام وغځول شي.

د سویډن د بهرنیو چارو وزارت وايي روان اوړی ښايي ۱۰زره سویډنیانو لبنان ته سفر کړی وي.

دوی د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر میاشتې هغه خبرداری له پامه غورځولی، چې د سویډن حکومت دغه هېواد ته د سفر نه کولو په باب ورکړی و.