د اسراييل په يوه بريد کې د حماس ډلې يو قوماندان د وژل کېدو خبر ورکړل شوی

انځور - ارشيف

په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې پر یوه موټر د اسرايیل په یوه هوايي حمله کې نن د حماس ډلې یو قوماندان وژل شوی دی.

د امریکا متحده‌ایالتونه او اروپايي ټولنه حماس ډله یو تروریستي سازمان ګڼي.

دا خبر د حماس رسنیو ورکړی او د فلسطینیانو خبري اژانس وافا لیکلي، چې په پېښه کې څلور نور کسان هم وژل شوي دي.

د وافا د راپور له‌مخې د دغو څلورو کسانو هویت معلوم نه‌دی.

د اسرايیل پوځ وايي، د لوېدیځې غاړې د طولکرم ښار په شاوخوا کې یې د افراطي وسله‌والو پر یوه مرکز هوايي حمله کړې ده.

د حماس رسنۍ وايي، په حمله کې هغه موټر ویشتل شوی، چې د دوی جنګیالي یې لېږدول او د طولکرم د لواګانو یو قوماندان یې وژل شوی دی.

د اکتوبر میاشتې پر اوومه د اسرايیل او حماس ترمنځ د جګړې تر پیل مخکې هم په لوېدیځه غاړه کې ناکراري زیاته وه، خو دا ناکراري اوس لا پسې زیاته شوې ده.