رسنۍ: پوليسو د پي‌ټي‌ايم مخکښ غړی علي وزير نيولی

علي وزير

د پښتون ژغورنې غورځنګ یا "PTM" ګڼو مخکښو غړو د دغه غورځنګ د یوه پېژندل شوي غړي علي وزیر د خوشې کېدو غوښتنه وکړه.

ګڼو رسنیو او د پي‌ټي‌ايم سرچینو ویلي چې، تېره شپه په اسلام‌اباد کې دوو موټرسایکل سپرو د علي وزیر له موټر سره ټکر کړی، چې یو تن تښتېدلی او بل ټپي شوی، چې علي وزیر ټپي کس د اسلام‌اباد یوه روغتون ته رسولی، چې له هغه ځایه پولیسو دی له ځان سره بېولی دی.

علي وزیر چې د پاکستان په پارلمان کې د جنوبي وزیرستان استازی هم پاتې شوی، د دوو کلونو او دوو میاشتو بند له تېرولو وروسته د ۲۰۲۳م کال په فبروري میاشت کې د کراچۍ له یوه زندانه خوشې شو.

پر نوموړي تور و، چې د پاکستان د امنيتي ځواکونو پر ضد یې په خبرو سره خلک پارولي وو، خو نوموړي دا تورونه بې‌بنسټه بللي.

دا په‌داسې حال کې ده، چې "PTM" د اکټوبر پر ۱۱مه د عدالت غوښتنې یوه ملي جرګه رابللې، چې ویل شوي برخلیک ټاکونکې به وي، ځینو فعالانو ویلي د علي وزیر نیول کېدل د دې جرګې د سبوتاژ هڅه ده.