ډبيلو‌ايچ‌او: ماشوم ته شيدې ورکول په مېندو کې د سينې پر سرطان د اخته کېدو احتمال راکموي

انځور - ارشيف

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د روغتیا نړیوال سازمان څانګې ویلي، ماشوم ته د مېندو له‌خوا د شیدو ورکول، د سینې په سرطان د مېندو د اخته کېدو کچه را ټيټوي.

دغه بنسټ نن پر خپله ایکس¬پاڼه دغه څرګندونې د مېندو په شیدو د ماشوم د تغذیې د اوونۍ په مناسبت کړې دي.

هر کال د اګست له لومړۍ تر اوومې نېټې پورې یوه اوونۍ د دې لپاره نمانځل کېږي چې د مېندو په شیدو د ماشوم د مړَولو اهمیت په ډاګه شي.

د سږکال شعار دی: "د خلا ډکول: د مور په شیدو د تغذیې ملاتړ د ټولو لپاره."

دغه اوونۍ د روغتیا نړیوال سازمان، یونېسف او د ګڼو هېوادونو د روغتیا وزارتونو په همکارۍ نمانځل کېږي.

په افغانستان کې هم ډاکټران پر مېندو ټینګار کوي، چې نوي زېږېدلي ماشوم ته لږ تر لږه د شپږو میاشتو لپاره یوازې خپلې شیدې ورکړي.

روغتیاپالان وايي، ماشوم ته د مور شیدې هم د ماشوم له ودې سره مرسته کوي او هم د سینې په سرطان د مېندو د اخته کېدو خطر کموي.