د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، د خپل حکومت له پوځي منسوبینو غوښتنه کړې له هغو کړنو ځانونه وساتي چې د خلکو د کرکې سبب کېږي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د باختر اژانس د خبر لهمخې مولوي امیرخان متقي دغه څرګندونې نن په کندهار کې د طالبانو حکومت د اردو د ۶۰۰ مسوولانو اصلاحي غونډې ته په وینا کې وکړې.
متقي ویلي: "اردو د حکومت او خلکو ساتنه کوي او د دغې اړیکې پياوړتیا لپاره باید د خلکو منځ کې محبوبیت ومومي."
د طالبانو پر پوځیانو انتقاد کېږي چې په ګڼو مواردو کې په خپل سر د خلکو د نیولو، ځورولو او رټلو اقدام کوي.