کیهان: زما د اعتیاد له امله زما د کورنۍ حيثیت ته هم زیان اوښتی

ارشیف: په افغانستان کې یو شمېر معتادین

د لغمان ولایت اوسېدونکی کیهان تر نشې مخکې د یوه خصوصي پوهنتون محصل و او د دې ترڅنګ يې ازاد کاروبار هم کاوه، خو د ده په خبره چې د نااهلو انډیوالانو له لاسه یې نشو ته مخه کړه او هرڅه ځنې پاته شول.

کیهان چې اوس په یوه دولتي روغتون کې بستري دی وايي چې هغه پېښه یې ډېر ځوروي چې د خپل زوی د مکتب د فیس په پیسو یې نشه يي مواد واخیستل.

کیهان لومړۍ نشه له څه شي څخه پیل کړه او د نشو له امله نور له څه ډول ستونزو سره مخ شوی دی؟

دا د لاندې لېنک په کېکاږلو سره په خپله د ده له خولې اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

کیهان سره مرکه