د امریکا دفاع وزیر وايي چې، منځني ختیځ ته نورې جنګي الوتکې او د سمندري ځواکونو کشتۍ لېږي.
د رویټرز خبري آژانس د خبر لهمخې لویډ اوسټین منځني ختیځ ته د هغو پوځي کشتیو د تلو طرح تایید کړې چې د منځني ختیځ او اروپا پر لور د بالستیک میزایلونو د توغولو مخه نیسي.
دا پهداسې حال کې ده چې واشنګټن هڅه کوي د ایران او د دې هېواد د متحدو ډلو حماس او حزبالله د ګواښونو پر وړاندې خپل دفاعي ځواک پیاوړی کړي.