افغان جودوکار محمد صميم فيض‌زاده د المپيک له لوبو و ايستل شو

پاريس کې د المپيک سيالۍ

افغان جودوکار محمد صمیم فيض‌زاده، پرون وروسته له هغه د المپیک له لوبو په موقتي ډول وایستل شو چې د ډوپنګ ټسټ یې مثبت راغی.

د فرانس پرس خبري اژانس د راپور له‌مخې د ډوپنګ د ازموینو نړیوالې ادارې ITA ویلي چې له ۲۱کلن فيض‌زاده څخه اخیستل شویو سمپلونو وښوده چې هغه له نامعلومو سټېرویډ ډوله موادو کار اخیستی و.

له نوموړي څخه دا سمپل په هغه ورځ اخیستل شوی و، چې اتریشي سیال واچید بورچاشویلي ته یې خپله لوبه وبایلله.

ای‌ټي‌اې وايي، فيض‌زاده ته یې دا خبر ورکړی او نوموړی به د دې قضیې تر حل کېدو پورې په موقت ډول د المپیک له دوام څخه بې‌برخې وي.