بنګله‌دېش کې پوليسو سره شخړه کې ۲۰ کسان ټپيان شوي

بنګله‌دېش کې د پوليسو او خلکو ترمنځ شخړه

د بنګله‌دېش په پلازمېنه ډاکه کې لږ تر لږه ۲۰ کسان له پولیسو سره په شخړو کې ټپیان شوي دي.

پولیسو پر اعتراض کوونکو رابړۍ مرمۍ ویشتلي او اوښکي بهوونکي ګاز هم کارولي دي.

پرون په ډاکه او نورو ښارونو کې زرګونو اعتراض کوونکو د صدارعظمې شیخ حسینې د استعفا غوښتنه وکړه.

اعتراض کوونکو د هغو ۱۵۰ کسانو د کورنیو لپاره د انصاف غوښتنه وکړه، چې تېره میاشت د دندو د ونډې پر نظام د اعتراض لپاره لارو سړکونو ته راوتلي وو.

پولیس وايي، دوی پر اعتراض کوونکو ځکه رابړۍ مرمۍ او اوښکي بهوونکي ګاز کارولي، چې لومړی د معترضانو ډلو ورباندې حمله وکړه.