راپورونه: هوايي شرکتونه ايران او لبنان ته د خپلو الوتکو د داخلېدو مخه نيسي

انځور - ارشيف

راپورونه وايي، هوايي شرکتونه د ایران او لبنان هوايي حریم ته د خپلو الوتکو د داخلېدو مخه نیسي او اسريیل او لبنان ته خپلې الوتنې لغوه کوي.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې دغه اقدام وروسته له هغې وشو، چې په سیمه کې د کړکېچ د زیاتېدو احتمال اوج ته ورسېد.

دغه اندېښنې وروسته هغې زیاتې شوې، چې د حماس او د لبنان د حزب‌الله ډلو لوړپوړي غړي تېره اوونۍ ووژل شول.

د سنګاپور هوايي شرکت رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې د جمعې له سهاره یې د ایران هوايي حریم ته د خپلو الوتنو داخلېدل بند کړل او پر بدیلو لارو کار کوي.

دغه شرکت ویلي، چې خوندیتوب د دوی لپاره مهم لومړیتوب دی.
د راپور له‌مخې، د فلایټ رادار ۲۴ "Flightradar 24" اطلاعات ښيي، چې د ټایوان ایوا اییر او د چین هوايي شرکت هم پرون جمعه د ایران د هوايي حریم له لارې د هالنډ پلازمېنې امسټردام ته له الوتنې ډډه وکړه.

په تېرو دوو ورځو کې اییر انډیا، د جرمني لفټانزا ډلې، د یونایټېډ او ډلټا اییر او د ایټالیا آی‌ټي‌آی هوايي شرکتونو هم ویلي، چې د اسرايیل تل ابیب ته یې خپلې الوتنې ځنډولې دي.