خيبرپښتونخوا کې دوه پاکستاني پوليس وژل شوي

پاکستاني پوليس، انځور - ارشيف

ناپېژاندو وسله‌والو کسانو پرون په خیبرپښتونخوا کې پر هغو پولیسو حمله وکړه، چې د درېیو قاضیانو موټر یې بدرګه کاوه.

د اسوشېټېډ پریس خبري اژانس د خبر له‌مخې په پېښه کې دوه پولیس وژل شوي، خو قاضیانو ته زیان نه‌دی اوښتی.

د پولیسو یوه محلي مشر سلام خان ویلي، چې دغه حمله په ډېره اسماعیل خان کې شوې ده.

تر اوسه کومې ډلې د دې پېښې مسوولیت نه‌دی منلی، خو تر دې مخکې د دغسې حملو تور پر پاکستاني طالبانو اچول شوی دی.

د اسوشېټېډ پریس اژانس د خبر له‌مخې، هغه قاضیان چې پر موټرو یې حمله شوې، په سیمه کې له غلاګانو نیولې د ټروریزم تر اعمالو پورې قضیې څېړلې.