لس تنه افغان غرختونکي او يو ايرانی د بابا غره لوړې څوکې ته ختلي

د بابا غره لوړه څوکه، انځور - ارشيف

لس تنه افغان غرختونکي وتوانېدل له یوه ایراني غرختونکي سره یوځای، د بابا غره لوړه څوکه شاه فولادي فتحه کړي.

د طالبانو د المپیک عمومي ریاست پرون پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې په دغو لسو افغان غرختونکو کې ۷ یې د هرات او ۳ د بامیان اوسېدونکي وو.

دغه لس افغان او یو ایرانی ملګری یې وتوانېدل، چې د بابا غره شاه فولادی دنګې څوکې ته چې ۵زره ۱۴۰متره لوړه ده، وخېژي.

دا نه‌دي ویل شوي، چې دغه کسان کله وتوانېدل دغې دنګې څوکې ته وخېژي.

د هرات د غرختلو فډراسیون استازو ویلي، چې دا د هرات د غرختلو په تاریخ کې لومړی ځل دی، چې دومره لوړه څوکه فتحه کېږي.