له تېرو درې ورځو راهيسې پر تازه مېوو بار موټرو په مخه پاکستان د تورخم دروازه تړلې

انځور - ارشيف

د افغانستان په کرنیزو محصلاتو د سلګونو بار موټرو پرمخ د تورخم دروازې د تړل کېدلو نن درېیمه ورځ ده.

پاکستان تېره چهارشنبه ناوخته د سلګونو لاریو پر مخ دا دروازه داسې مهال وتړله، چې د افغانستان د مېوو او سبزیجاتو موسم دی او سوداګر یې پاکستان ته د صادرولو هڅه کوي.

پاکستاني چارواکي وايي، هغه کسان چې پر دغې دروازې تګ راتګ کوي باید د ټاډ په نوم د تګ راتګ لنډمهاله اسناد ولري.

پاکستان د جولای یودېرشمه د دغو اسنادو د لرلو لپاره مهلت ټاکلی و.

ټاډ "Temporary Admission Document" هغه سند دی، چې په پاکستان کې یې د طالبانو سفارت او قونسلګرۍ پاکستاني چلوونکو ته او په افغانستان کې د پاکستان سفارت افغان چلوونکو ته ورکوي او په هرو شپږو میاشتو کې باید تمدید شي.

موټرچلوونکي کولی شي په دغو اسنادو د شپږو میاشتو لپاره له پاسپورټ یا ویزې پرته تګ راتګ وکړي، خو ځینو چلوونکو ویلي دغه اسناد لري، بیا هم د پاکستان له‌خوا پر دروازه د اوښتو اجازه نه‌ده ورکړل شوې.

پاکستاني چارواکي وايي د لنډمهاله اسنادو جبري کول یې د امن د ټینګښت لپاره کړی، چې له تورخم او نورو دروازو د وسله‌والو د تګ راتګ مخه ونیول شي.