په خیبرپښتونخوا کې بارانونو او سېلابونو ۲۴ کسان مړه کړي

په پاکستان کې د وروستیو سېلابونو له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور

د پاکستان په خیبرپښتونخوا ایالت کې بارانونو او سېلابونو ۲۴ کسان مړه کړي دي.

چارواکې وايي، په تېرو پنځو ورځو کې د خیبرپښتونخوا ایالت په بېلابېلو سیمو کې ۲۴ کسان مړه شوي او ۱۷ نور ټپیان دي.

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویاند محمد شهزاد د ازادي راډیو مشال برخې ته پرون د اګست په لومړۍ نېټه ویلي، په مړو شویو کسانو کې ۱۲ ماشومان او شپږ ښځې شاملې دي.

د هغه په خبره، دې بارانونو او سېلابونو ۳۲ ښوونځي او ۷۳ کورونه هم ویجاړ کړي دي.

خیبرپښتونخوا د اقلیمي بدلون له هغو اغېزمنو سیمو څخه ده چې بې وخته بارانونو او سېلابونو په کې له دې وړاندې هم خلکو ته مالي او ځاني تاوانونه اړولي دي.