ای‌او‌ايم: په نژدې څلورو کلونو کې اته ميليون افغانان کډوال شوي

د افغان کډوالو يو انځور - ارشيف

د کډوالو نړیوال سازمان "ای‌او‌ايم" وايي، په نژدې څلور کلونو کې ۸ میلیون افغانان کډوال شوي دي.

د هغه راپور پر بنسټ چې دې سازمان نن (د اګست۲مه) پر ریلیف وېب خپور کړی راغلي، له ۲۰۲۰ کال راهیسې نژدې ۸ میلیونه افغانان کډوال شوي، چې اتیا سلنه يې ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه ایران، پاکستان او نژدې یو میلیون نور يې اروپايي هېوادونو ته تللي دي.

د راپور پر بنسټ، د دغو کډوالو ۷۰ سلنه د کار د نه‌شتون له وجې له افغانستانه وتلي دي.

راپور وړاندې کاږي، دې سازمان په ۲۰۲۳ کال کې نژدې یو میلیون راستانه شوې کډوال ثبت کړي، چې ۷۰ سلنه يې په غیرقانوني او ۶۰ سلنه نور يې په جبري توګه رایستل شوي وو.

په راپور کې راغلي، له ایران څخه د راستنېدونکو شمېر لوړ دی.

دا په‌داسې حال کې ده، چې په ایران او پاکستان کې مېشت افغان کډوال په‌دې هېوادونو کې د پولیسو له بد چلند او ځورونې شکایت کوي.