امريکا د اپوزسيون نوماند ګونزاليز د ونزويلا د ولسمشريزو ټاکنو د ګټونکي په توګه وپېژنده

اډمونډو ګونزالیز

د امریکا متحده‌ایالاتونو په ونزویلا کې له جنجالي ټاکنو وروسته، پرون د اګسټ په لومړی نېټه د ټاکنو د اعلان شوي ګټونکي نیکولاس مادورو پر ځای د اپوزسیون نوماند اډمونډو ګونزالیز د ټاکنو د ګټونکي په توګه وپېژنده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په یوه بیان کې ویلي: "د پراخو شواهدو په پام کې نیول سره، د ونزویلا ولس او امریکا ته دا روښانه ده، چې ګونزالیز د جولای میاشتې ولسمشریزې ټاګنې د ډېرو رایو په اخیستلو سره ګټلي دي."

د جولای په ۲۸مه په ونزویلا کې ولسمشریزې ټاکنې ترسره شوې، چې په‌کې نیکولاس مادورو د دریم ځل لپاره د ونزویلا ولسمشر اعلان شوی و.

د دې هېواد د ټاکنو ملي شورا اعلان کړی و، چې له اتیا سلنه رایو څخه مادورو۵۱،۲ او سیال يې ګونزالیز ۴۴،۲ رايې ګټلي دي.

خو د حکومت اپوزسین ویلي و، د دوی نوماند اډمونډو ګونزالیز په‌دې ټاکنو کې ۷۰ سلنه رايې خپلې کړي دي.

اپوزسیون په‌دې ټاکنو کې مادورو په پراخو درغلیو تورن کړی او د پلازمېنې کاراکاس په ګډون د ونزویلا په ډېرو برخو کې لاریونونونه هم وشول.