ودانت پاټېل: واشنګټن له افغانستانه د ترهګرۍ د ګواښونو پر مخنيوي کار کوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ودانت پاټېل

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، واشنګټن په‌دې کار کوي څو له افغانستان څخه د بهرنۍ "ترهګرۍ" د ګواښونو مخه ونیسي.

د دې وزارت ویاند ودانت پاټېل پرون (د اګسټ په لومړۍ نېټه) په یوه خبرې کنفراس کې وویل، داعش خراسان هغه ډله ده، چې په نړیواله کچه د بریدونو وړتیا لري.

پاټېل زیاته کړه: "موږ په‌دې کار کوو، څو ډاډ ترلاسه کړو چې افغانستان یو ځل بیا پر امریکا او متحدانو يې د ترهګریزو بریدونو د پیل ځای په توګه ونه کارول شي او له افغانستان څخه د بهرنیو ګواښونو د راپورته کېدو مخه ونیسو."

پاټېل دا څرګندونې په‌داسې حال کې کړي، چې د طالبانو حکومت په ځلونو ادعا کړې، چې په افغانستان کې هیڅ ترهګره ډله فعالیت نه‌کوي او دوی نه پرېږدي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي.

خو د ملګروملتونو د بندیزونو د څار ډلې د جولای په لسمه په یو راپور کې ویلي و، داعش او القاعده ترهګرې ډلې په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو لپاره خوندې پټن‌ځایونه موندلي شي او دا هېواد د ترهګرۍ سرچینه ده.

په راپور کې وړاندې ویلي شوي و، د افغانستان په ډېر شمېر ولایتونو کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو پر وړاندې د طالبانو زغم، ګاونډیو هېوادونو ته د ترهګرۍ د پراختیا لار هواروي.