جيک سليوان: امريکا له روسيې سره د الکسي ناوالني ترمرګ مخکې د نوموړي د تبادلې لپاره کار کاوه

۴۸ کلن ناوالني د فبروري په ۱۶مه په زندان کې مړ شو.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان وايي، امریکا د روسیې د اپوزیسیون د مشر الکسي ناوالني تر مرګ مخکې د نوموړي تبادلې ته کار کاوه.

دا لومړی ځل دی چې د متحده‌ایالاتو د ادارې یوه چارواکي په عامه توګه تایید کړه چې د فبرورۍ په ۱۶ د هغه له مړینې دمخه له روسیې سره د بندیانو د تبادلې خبرې روانې وې.

د پنجشنبې په ورځ (جولای ۱۶) له روسیې سره د ۱۶ بندیانو د تبادلې تر اعلان وروسته، سلیوان په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې، د ناوالني د مړینې پر مهال امریکايي چارواکو د هغه د احتمالي تبادلې په اړه خبرې کولې.

د وال سټریټ ژورنال خبریال او د ازادې اروپا/ ازادي راډیو خبریاله السو کورما شیوا هم په هغو کسانو کې شامل دي چې د پنجشنبې په ورځ د روسیې له زندانونو د بندیانو د تبادلې په نتیجه کې خوشې شول.

د امريکا متحده‌ايالتونو او يو شمېر نورو هېوادونو په مقابل کې يو شمېر روسي بنديان خوشې کړل.