د روسيې له‌خوا د خوشې شويو امريکايي بنديانو الوتکه امريکا ته ورسېده

هغه الوتکه چې خوشې امريکايي وګړي په‌کې امريکا ته ولېږدول شول.

هغه الوتکه چې د روسیې له‌خوا خوشې شوي درې امریکایي زندانیان په‌کې سپاره وو، د واشنګټن ډي سي په څنډه کې د انډریو په پوځي اډه کې ښکته شوه.

په دغو زندانیانو کې چې پرون په یوه بې‌سارې تبادله کې خوشې شول، د ازادي راډیو د روسي څانګې خبریاله السو کورماشیوا، د والستریت ژورنال خبریال ایوان ګرشکویچ او د میشیګن د امنیت د یوه شرکت مشر پاول ویلن شامل دي.

دغه کسان د هغو شپاړسو امریکایي زندانیانو له ډلې و چې د اګست په لومړۍ نېټه د تبادلې په لومړي پړاو کې د ۸ روسانو په تبادله کې ازاد شول.

د خوشې شویو زندانیانو هرکلي ته د امریکا ولسمشر جوبایډن، لومړۍ مرستیاله یې کمالا هاریس او د هغوی د کورنۍ غړي ورغلي و.

دا د پخواني شوروي اتحاد له ماتې وروسته د روسیې او امریکا ترمنځ بې‌سارې تبادله بلل کېږي.