اردغان له جوبايډن سره په ټليفوني خبرو کې: اسراييل هڅه کوي د غزې جګړه سيمې ته وغځوي

رجب طیب اردوغان

د ترکیې د جمهوري ریاست دفتر وايي، ولسمشر رجب طیب اردوغان د امریکا له ولسمشر جوبایډن سره په ټليفوني خبرو کې ویلي دي چې، اسراییل هڅه کوي د غزې جګړه ټولې سیمې ته خوره شي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له‌مخې د اردوغان دفتر په یوه بیان کې ویلي، هغه ښاغلي بایډن ته ویلي دي د اسراییل حکومت ښودلې ده چې په غزه کې اوربند ته هيڅ راز لېوالتیا نه‌لري.

هغه دا هم ویلي دي چې د حماس د تندلارې ډلې د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه وژنې د اوربند د ټینګښت هڅې سختې زیانمنې کړې دي.

متحده‌ایالات او اروپایي ټولنه حماس تروریستي ډله بولي.

اسماعیل هنیه او یوتن ساتونکی یې د چهارشنبې په ورځ د زمري د لسمې په سهار په تهران کې ووژل شول.

د هنیه د جنازې مراسم د پنجشنبې په ورځ په تهران کې ترسره شول او تمه ده چې مړی یې نن په قطر کې خاورو ته وسپارل شي.