د طالبانو د حکومت سترې محکمې اعلان کړی چې پرون (د زمري ۱۱مه) یې په خوست ولایت کې نهه کسان د غلا، نامشروع اړیکو، چل ول، رشوت او د شرابو د پلورلو د جرمونو په خاطر په عام محضر کې په دُرو وهلی دي.
سترې محکمې په یو بیان کې ویلي دي چې، په خوست کې د طالبانو ښاري محکمې تورن کسان له ۳۵ څخه تر ۳۹ درو پورې او له شپږو میاشتو نیولې تر دریو کلونو پورې د حبس په بېلابیلو دورو محکوم کړي دي.
پر طالبانو د بدني جزاګانو په خاطر د بشري حقونو د ډلو له پراخو انتقادونو سره سره دې ډلې بیاهم په افغانستان کې په درو د خلکو د وهلو او د قصاص تطبیق ته دوام ورکړی.
طالبانو پر افغانستان له بیاځلي واکمنېدو وروسته په تېرو نژدې دریو کلونو کې لسګونه کسانو ته په بېلابېلو تورونو په عام محضر کې سزاګانې ورکړي او پر ځینو یې د قصاص احکام عملي کړي دي.