د افغانستان د خبريالانو مرکز د طالبانو په بند کې د څلور تنو خبريالانو د خوشې کېدو غوښتنه وکړه

د افغانستان د خبريالانو د مرکز لوګو

د افغانستان د خبریالانو مرکز د خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو د نیونو د لړۍ له کبله اندېښنه ښودلې او د طالبانو پر حکومت یې غږ کړی، هغه څلور تنه خبریالان چې له دوی سره په بند کې دي سمدستي خوشې کړي.

د دې مرکز د اړیکو او عدالت غوښتنې د کمېټې مشرې سُمَیې ولي‌زاده پرون، د زمري په ۱۱مه ازادي راډیو ته وویل، د دې خبریالانو نیول د رسنیو له قانون څخه سرغړونه ده.

هغې وويل: "د افغانستان د خبریالانو مرکز د دې خبریالانو بې‌قید و شرطه ازادي غواړي څو دوی خپل رسنیز کارونه بیا پیل کړي. د دوی نیول د دې سبب شوي دي چې یوشمېر خبریالان خپلې دندې پرېږدي او یا د ځان سانسورولو ته اړ شي."

آغلې ولي‌زاده وايي چې، طالبان د خبریالانو د نیولو او پر رسنیو د فشار راوړلو له لارې هڅه کوي کورنۍ رسنۍ تر خپلې ادارې او انحصار لاندې راولي.

په هغو څلورو خبریالانو کې چې لاهم د طالبانو په بند کې دي یو محمدابراهیم محتاج د کندهار سیمه‌يیز خبریال دی چې د افغانستان د خبریالانو د مرکز په وینا د زمري په شپږمه له دفتر څخه تر وتلو وروسته د کندهار د امربالمعروف او نهی عن المنکر ادارې د کارکوونکو له‌خوا ونیول شو.

له هغه مخکې د چنګاښ په ۲۴مه د رسنیزو خپرونو د تولید د یو چینل مسوول مدیر او پروډیوسر سیدرحیم سعیدي په کابل کې د طالبانو د استخباراتو له‌خوا نیول شوی و.

طالبانو د دې خبریالانو د نیول کېدو په اړه تر اوسه څه نه‌دي ویلي، خو مخکې طالب مشرانو ویلي دي چې، د رسنیو او خبریالانو ازادۍ ته د اسلامي شریعت او ملي ګټو په چوکاټ کې ژمن دي.